Jan 14, 2021 14:41 Asia/Kabul
  • د هندوستان د ملي امنیت سلاکار افغانستان ته راغلی دی

د هندوستان د ملي امنیت سلاکار اجیت دووال افغانستان ته راغلي او د ولسمشر غني او خپل سیال حمدالله محب سره یې کتلي دي.

په هغه اعلامیه کې چې د ولسمشرۍ ماڼۍ له لوري خپره شوې ده راغلي دي چې ولسمشر غني له اجیت دووال سره له د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې او له سولې د ملاتړ لپاره د سیمه ییزې اجماع جوړولو په برخو کې پر دوه اړخیزو همکاریو غږېدلی دی

بل لوري ته د هند د ملي امنیت سلاکار اجیت دووال ویلي، چې هیواد یې له افغانستان سره د همکاریو د دوام غوښتونکی او دې ته تیار دی چې پر ګډو ګټو خبرو ته دوام ورکړي.

دا په داسي حال کې دی چي په افغانستان کې په دې وروستیو کې د امریکا د ځانګړي استازي زلمی خلیلزاد د افغان سیاسي مشرانو سره د دې هیواد د راتلونکی سیاسي نظام د موقتي ادارې د رامینځ ته کېدو په اړه سلا مشورې کړي چي د افغانستان د ولسمشر، مشرانو جرګې او سیاسي کارپوهانو له تندو غبرګونونو سره مخامخ شوي دي.

 

 

ټیګونه