د افغانستان دولت مذاکراتي پلاوی خپل منځي مجلسونه کوي
Jan 14, 2021 15:58 Asia/Kabul
د افغانستان د مصالحې عالي شورا خبر ورکوي چې له تېرو درې ورځو راهیسې د افغان دولت مرکچي پلاوي له طالب مرکچیانو سره مجلسونه نه دي کړي.
د دې شورا ویاند فریدون خوځون وایي چې په دوحه کې د افغان مذاکراتي پلاوي ترمنځ خپل منځي مجلسونه روان دي او مقابل لوری هم خپل منځي ناستې لري.
د نوموړي په خبره مذاکراتي پلاوی د سولې خبرو هغې اجنډا پر یووالي او سمون کار کوي چې بینالافغاني خبرو ته چمتو شوې ده.
دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ د بین الافغاني خبرو د دوهم پړاو مقدماتي ناسته وشوه او تر هغې وروسته بیا دوه ځلې د تماس ډلو ترمنځ ناستې شوې دي چې دواړو ګروپونو د اجنډا پر یووالي او ترتیپ بحثونه کړي دي.
د دواړو پلاوو غړو ویلي و چې د ګروپونو ترمنځ به ناستې دوام لري ترڅو یوه واحده اجنډا رامنځته کړي، خو اوس دا خبرې درېدلې دي.