Jan 15, 2021 13:43 Asia/Kabul

امریکائي ډيپلوماټان او چارواکي هڅه کوي ،په افغانستان کې د موقتي حکومت دجوړولو د پلان پشمول په لمسونکو او لاسوهونکو څرګندونو سره طالبان د سولې دخبرواترو دبهیر په دوام پښمانه کړي څ و خپلو هغو سپيرو او شومو موخو ته چې هماغه دافغانستان ویشیدا ده ، ورسیږي او طالبان په قدرت کې شریک کړي او د دوي ترمینځ ډلبندي رامینځةکړي .

زمونږخبریال د شفقنا خبری آژانس له قوله راپور راکړ  د افغانستان ولیسمشر اشرف غني پرون د افغانستان ترکمنستان د پنځه سوه کلووالټ بریښنا منتقلونکو کرښو د پروژې په پرانیستونکو دستورو کې  طالبانو ته خبرداری ورکړی،  که دغه ډله  خپلو خونړیو حملو او تاؤتریخوالو ته دوام ورکړي ، نو  ولس به  د جنګ غواړو په ضد  جنګ ته وبولي .

Image Caption

 

 د افغانستان ولسمشر  ټينګار کړی ، ولس  له جنګ جګړو او وژلو ستړی او غوسه شوی  او پخپل هیواد کې د سولې او آرامښت ټينګیدا او دغه راز د جنګ ختمیدا غواړي  او که طالبان د ولس دغې غوښتنې ته پام ونه کړي ،  نو ددغې ډلې په ضد به وجنګیږي .

 اشرف غني پر طالبانو غږ کړی ، په افغانستان کې دې له اور بند سره موافقه وکړي څو جنګ پاي ته ورسیږي .

 د افغانستان د ولسمشر دغه خبرداری  په داسې حال کې  دی ، چې د ستمبر له دولسمې نیټې تر دې دمه په قطر کې  له طالبانو سره د افغانستان د سولې  دخبرواترو  د بهیر له پیلیدا راهسې، په دغه جنګ ځپلي هیواد کې  جنګ ،وژلې ټارګڼ کلنګ  لاپراخ شوی او  همدغه موضوع  د  افغان ولس و  اندیښنې  او وحشت لامل شوې  او  ددغو خبرواترو  له دوامه نهیلي شوي دي. د وئيلو ده  امریکائي ډيپلوماټان او چارواکي هڅه کوي ،په افغانستان کې د موقتي حکومت دجوړولو د پلان  پشمول په لمسونکو او لاسوهونکو څرګندونو سره  طالبان  د سولې دخبرواترو دبهیر په دوام پښمانه کړي څ و خپلو هغو سپيرو او شومو موخو ته چې  هماغه  دافغانستان ویشیدا ده ، ورسیږي او طالبان  په قدرت کې شریک کړي او د دوي ترمینځ ډلبندي رامینځةکړي .  

 

ټیګونه