Jan 16, 2021 04:54 Asia/Kabul
  • په افغانستان کې د طالبانو او پوځیانو ترمینځ په شخړو کې زیاتې مرګ ژوبلې اوښتي دي  

په قطر کې د طالبانو او افغان حکومتي پلاؤ ترمینځ  دسولې دخبرواترو له اوږدیدا سره سم په  دغه جنګ ځپلي افغانستان کې یو ځل بیا د وینو بهیدا او خونړۍ پيښې لازیاتې شوي  چې  افغان ولس ئې په قطر کې له روانو بین الافغاني  خبرواترو نهیلي کړي  او دا  استعماري قدرتونو یوه جدي غوښتنه هم ده .

زمونږخبریال راپور راکړ د افغانستان په کندوز ،لوګر ، اورزګان او بلخ ولایتونو کې  د وسلوالو طالبانو او حکومتي مامورانو ترمینځ سختې نښتې هماغه راز دوام لري او وئيل کیږي ، په دغو ولایتونو کې په بیلابیلو ولسوالیو کې  د دواړو لورو په لسګونو کسانو ته مرګ ژوبلې اوښتي  او دغه راز د عامو خلکو وینه هم توي شوي ده .وئيل کیږي ، د لوګر ولایت په محمد آغې  ولسوالۍ کې په شخړې کې د طالبانو د یوه مهم کمانډر پشمول ۲۹وسلوال طالبان  وژل شوي  او دغه راز په کندوز ولایت کې په امام صیب ولسوالۍ کې هم  دولس پوځیان وژل شوي او په لسګونو نور هم ټپیان شوي دي .

 د افغانستان دفاع وزارت  هم په یوې اعلامیې کې وئيلي دي ، په اروزګان اوبلخ ولایتونو کې هم د طالبانو او افغان پوخيانو ترمینځ په سختې نښتې کې  اتلس وسلوال طالبان وژل شوي او یوشمیر ټپیان شوي او د دوي زیاته وسله او وسایل ولجه شوي دي .  البته په دغو نښتو کې د حکومتي  مامورانو د مرګ ژوبلو په باب څه نه دي وئيل شوي .  

ټیګونه