Jan 16, 2021 11:59 Asia/Kabul
  • تېرکال له ايرانه اته نيم لکه افغان کډوال وطن ته ستانۀ شول خواکثر بيا راغلل

په ۲۰۲۰ ميلادي کال کښې اته نيم لکه افغان کډوال د کورونا وائرسو د خپرېدو له کبله په رضاکارانه توګه له ايرانه خپل وطن افغانستان ته ستانۀ شول. خو د ناامنۍ او بې روزګارۍ په وجه بيا ايران ته راستانه شول.

د اېرنا د رپوټ له مخې د افغان مهاجرينو د چارو وياند محمد رضا باهر وويل، زياتره هغه کډوال چې په تېر ميلادي کال کښې افغانستان ته ستانۀ شوي دي په وطن کښې د روزګار د نيشتوالي او ناامنۍ په وجه بيا ايران ته راستانۀ شوي دي.  

هغه دې ته په اشارې سره چې همدا اوس هره ورځ تقريباً يو زر افغان مهاجرين د نېمروز له پوله هرات ته داخليږي، د روزګار نيشتوالے او بې روزګاري ايران ته د راستانۀ شويو کډوالو ترټولو مهم مشکل وبلۀ او زياته يې کړه، له دغو څخه زياتره کسان يوه موده له بې روزګارۍ وروسته بيا مهاجرت ته مجبوريږي.

د ايران اسلامي جمهوريت په افغانستان کښې د جنګ او ناامنۍ په څلوېښتو کلونو کښې د ميلينونو افغان کډوالو په سخاوتمندۍ سره مېلمستيا کړې او د هغوي لپاره يې د روزګار، مدرسو، لوړ زدکړو او نورو کلتوري او اجتماعي فعاليتونو مواقع رامنځته کړي دي.

افغان حکومت او ولس د دغې صادقانه مېلمستيا په وجه تل د ايران له حکومت او ملت څخه قدرونه کړې ده.

 

ټیګونه