Jan 17, 2021 05:14 Asia/Kabul
  • په پاکستان کې پر افغان کډوالو شوي جنایتونه نه بخښونکي دي

د هغو حق غوښتنو او تاؤتریخوالو په وړاندې چې ترسره کیږي ، د افغانستان حکومت هم ګرَم دی،ځکه په پيل کې باید د هیواد په داخل کې د ملت لپاره د ژوند تیرولو شرائط برابر کړي او په هغو هیوادونو کې چې افغان کډوال پکې ژوند کوي،د خپلو ښاریزو دحقوقو دفاع وکړي .

 زمونږخبریال د آوا خبری آژانس له قوله راپور راکړ  د افغانستان دهرات ولایت  مدني او فرهنګي فعالانو دڅه مودې مخکې هغې پیښې په غبرګون کې چېد پاکستان په بلوچستان صوبې کې له یولسوافغان کارګرانو سرونه غوڅ کړئ شوي ؤ ، دا ئې یو ستر جنایت او غیرانساني کار بللی دی .

 د هرات ولایت د  انسان دوستۍ مدني ټولنې،په دغه ولایت کې د مدني ځوانانو او فعالانو په شتون سره د افغان کډوالو په ضد د ګاونډي هیواد  دتاؤتریخوالي په خاطر دعدالت اومحاکمه کولو سیمنار جوړ کړ .

د هرات دمدني ټولنې دمشورتي چینل  مشرې میرمن حلیمه پژواک  په دغه سیمنار کې پخپلې وینا کې ددغه سیمنار موخه په  ګاونډیو هیوادونو کې د کډوالو د حقوقو د اخستو  غوښتنه  بللې او  وئيلي ئې دي ،هغه ګاونډي هیوادونه چې  افغان کډوال پکې ژوند کوي،باید تاؤتریخوالی ورسره ونشي.هغې وئيلي د هغو حق غوښتنو او تاؤتریخوالو  په وړاندې چې  ترسره کیږي ، د افغانستان حکومت هم ګرَم دی،ځکه په پيل کې باید د  هیواد په داخل کې د  ملت لپاره د ژوند تیرولو شرائط برابر کړي  او په هغو هیوادونو کې چې افغان کډوال پکې ژوند کوي،د خپلو ښاریزو دحقوقو دفاع وکړي . همداراز بل وینا وال مولوي محمد رحیم  شهریار هم  ووئيل،تاؤتریخوالی  په اسلام او نړیوالو قوانینو کې منع شوی او باید دکډوالو په وړاندې    د تاؤتریخوالو مخه ونیول شي .

څه موده مخکې د پاکستان دبلوچستان صوبې په مچ سیمې کې د یولسو افغان کډوالو پشمول له اتلسو کسانو  تکفیری ترهه ګرو په بوږنونکي ډول  سرونه غوڅ کړي او دمړو بې احترامي ئې کړې وه ، چې دغې غمیزې ډير زیات نړیوال او سیمه ایز غبرګونونه هم راپارولي دي .

 

ټیګونه