په کابل کې دوه قاضیانې یې وژلې
Jan 17, 2021 13:06 Asia/Kabul
پلازمېنه کابل کې موټر سایکل سپرو وسله والو د ښځینه قاضیانو په موټر وسله وال برید کړی او دوي یې وژلې دي.
دغه پېښه نن سهار څه کم اته بجې د کابل ښار د لسمې امنیتي حوزې اړوند په تایمني سیمه کې رامنځ ته شوې ده.
د عیني شاهدانو په وینا دوه موټر سایکل سپرو وسله والو د ښځینه قاضیانو په موټر چې څلور تنه په کې سپرې وې برید وکړ، چې دوې تنې په کې وژل شوې او دوې نورې ټپیانې دي.