په کابل کې دوې پرلپسې چاودنې
نن سهار په کابل کې د مغناطیسي ماینونو په مټ دوې پرلپسې چاودنې وشوې.
په کابل کې زموږ د خبریال د راپور سره سم، افغان امنیتي چارواکو اعلان کړی چي د کابل ښار په شږمي او یوولسمي امنیتي حوزو اړوند سیمو کې دوې چاودنې شوې.
د امنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز وایي، نن سهار ۸: ۳۷ دقیقې د کابل ښار شپږمې امنیتي حوزې اړوند د افغانستان د مخابراتو وزرات پر یوه عراده پراډو موټر ماین چاودنه کړې ده، چې ځاني تلفات نه لري.
د فرامرز په خبره دوهمه چاودنه د کابل ښار ۱۱مې امنیتي حوزې اړوند پر یوه لنډکروزر موټر شوې چې تلفات نلري.
تر اوسه د دواړو چاودنو مسوولیت کومې وسلوالې ډلې نه دی منلی.
وروستۍ چاودنې، هدفمند ټرورونه او د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د وژلو او د جګړې سختېدا د دې هیواد د خلګو او د سیاسي چارواکو د اندېښنې او د سولي د مذاکراتو د لړۍ څخه د ناهیلي سبب ګرځېدلی.