Jan 19, 2021 14:43 Asia/Kabul
  •   په افغانستان کې نور ۵۱وسلوال طالبان وژل شوي دي

د افغانستان په بیلابیلو سیمو کې په داسې حال کې شخړې او ترینګتلیاوې په زیاتیدا دي چې په قطر کې د کابل دحکومت او طالبانو ډلې ترمینځ خبرواترو تر دې دمه هیڅ نتیجه نه ده ورکړې او ولس ترې نهیلی شوی دی .

 زمونږخبریال راپور راکړ د افغانستان  دفاع وزارت نن دیوې اعلامیې په خپرولو سره وئيلي دي په کندوز کندهار،بلخ او بادغیس ولایتونو کې دحکومتي ځواک او طالبانو ترمینځ په اخ وډب کې یو پنځوس وسلوال طالبان وژل شوي او په لسګونو نور ټپیان شوي هم دي .  

په دغې اعلامیې کې وئيل شوي دي،په دغو نښتو کې څلور پوځي ماموران هم وژل شوي دي .

ددغې اعلامیې په اساس ،  په بلخ کې دوه ، په بادغیس کې اوه او دکندهار ولایت په ارغنداب ، پنجوائي او میوند ولسوالیو کې  ۲۷وسلوال طالبان وژل شوي دي .همداراز دافغانستان رسندویو هم وئیلي دي ،چې په بدخشان ،بغلان او فاریاب ولایتونو کې هم  اولس حکومتي پوځيان  وژل شوي اویو شمیر نور هم ټپیان شوي دي .  د افغانستان په بیلابیلو سیمو کې په داسې حال کې  شخړې او ترینګتلیاوې  په زیاتیدا دي چې په قطر کې د کابل  دحکومت او طالبانو ډلې ترمینځ خبرواترو تر دې دمه هیڅ نتیجه نه ده ورکړې او ولس ترې نهیلی شوی دی .

 

ټیګونه