Jan 20, 2021 04:45 Asia/Kabul
  • طالبان  په خبرو کې د ولس  غوښتنو ته بې پامي کوي

په قطر کې د طالبانو ډلې او امریکا ترمینځ د شوي موافقې منفي اړخونه په روښانه کیدا دي او دا طالبان دي چې ورځ تربلې ئې په بین الافغانی خبرو کې شرطونه اوغوښتنې زیاتیږي او د سولې د خبرواترو انجام تورتم کیږي ، چې همدا دامریکائي استعمار یوه غوښتنه ده څو په جنګ ځپلي افغانستان کې جنګ جګړې او د وینو بهیدا هماغه راز دوام ولري .

 زمونږخبریال راپور راکړ د  قطر په دوحې کې دبین الافغاني خبرود حکومتي مرکچي پلاوي غړو  وئيلي دي ،طالبانو ډله د جنګ د ختمیدا او د  اور بند داعلانولو په ځاي  د امریکا په وسیله ددغې ډلې د بندیانو دخوشي کیدا په فکر کې دي .

د افغانستان دمرکچي ټيم یوه غړي  محمد امین احمدي وئيلی دي ،  طالبان باید په پیل کې  اوربندټينګولو او د جنګ ختمولو ته تیار شي ،څو په افغانستان کې سوله تامین شي ، اوسنی  جنګ  د مسلمانانو د وژلو او ځورولو  یوه باطله روده او حرامه چاره ده

همداراز د  افغانستان د حکومت د مرکچي ټيم یوه مسئول مقام عبدالحفیظ منصور  هم وئيلي دي  دقطر دخبرواترو اصلی  بحثوتون ته له واردیدو مخکې باید په دغه هیواد کې د جنګ  د رواوالی په باب بحث وشي ، او ترڅو  ددغه جنګ رواوالی روښانه نشي ، د سولې خبرې اترې به هیڅ نتیجه ورنکړي .

داپه داسې حال کې دي چې په قطر کې د طالبانو ډلې او امریکا ترمینځ د شوي  موافقې منفي اړخونه  په روښانه کیدا دي او دا طالبان دي چې ورځ تربلې ئې په بین الافغانی خبرو کې شرطونه اوغوښتنې زیاتیږي  او  د سولې د خبرواترو  انجام تورتم کیږي ، چې همدا دامریکائي استعمار یوه غوښتنه ده څو په جنګ ځپلي افغانستان کې جنګ جګړې او د وینو بهیدا هماغه راز  دوام ولري .

 

ټیګونه