Jan 20, 2021 14:15 Asia/Kabul
  • کونړ کښې دحکومت دیارلس مخالفې ډلی فعالیت کوي

د افغانستان کونړ امنيه قوماندان په دغه ولايت کښې د ديالسو مخالفو ډلو د فعاليت خبر ورکړ.

له جلال آباده زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې دکونړ امنیه قوماندان محمدیوسف مظلومیار خبري رسنیو ته ویلي چې په کونړکښې دا مهال د حکومت دیارلس مخالفې ډلې فعالیت کوي خو نوموړي ددغه ډلو دهویت په اړه بشبړ معلومات نه دي ورکړي . دکونړ امنیه قوماندان دغه رنګ په یاد ولایت کښې د داعش ډلې د بشپړې ماتې خبر ورکړے او وایي چې  کونړ اوس د دغه ډلې دفعالیت لپاره مناسب ځاے نه دے. محمد یوسف مظلومیار ویلي چې د حکومت مخالفې ډلې هڅه کوي دلته حکومتي  واکمني وننګوي او راوېپرزوي خو دنوموړي په وینا چې تر اوسه یی ان یوه پوسته هم نده نیولې .

دکونړ امنیه قوماندان ویلي چې د دغه ولایت ټولو ولسوالیو ته غزیدلې لارې پرانستې دي خوهغه منلې چې د دې ولایت د اسمار، ناړۍ او غازي اباد ولسوالیو د لارو په اوږدو کې لاهم امنیتي ګواښونه شته خو دوې هلته امنیتي پوستې ځاے پرځاے کړې او دا ګوښونه تر یو بریده راکم شوي دي. د کونړ امنیه قوماندان ویلي چې پاکستان لاهم د دې ولایت په هغو ولسوالیو چې د ډیورنډ فرضي يولې ته نزدې پرتې دي توغندویز بریدونه کوی چې د ملکي وګړو  دمرګ ژوبلې او بی ځایه کیدو سبب ګرځي. نوموړي ویلی چې ددې ولایت په اته ولسوالیو کښې سیمه ییز پولیس د ملي پولیسو له لیکو او په شپږو نورو کښې د سیمه ییزې اردو له لیکو سره یو ځاے شول چې په دې توګه به دغه ولسي ځواک لا تجهیز او پیاوړی شي.کونړ دافغانستان په ختیز کې پروت غریز او وروسته پاتی ولایت دے خو په دې وروستیو کې یې امنیتي حالت د هیواد دنورو سیمو په پرتله ښه ارزول کیږي

 

ټیګونه