Jan 21, 2021 06:06 Asia/Kabul
  • په طالب ډلې د فوځي دباو په زياتولو د افغانستان د ولسي جرګې تاکيد

د افغانستان د ولسي جرګې استازيو په طالب ډلې باندې د فوځي دباو د زياتولو غوښتنه وکړه.

د اېرنا د رپوټ له مخې د افغانستان د ولسي جرګې استازيو پرون په يو غونډه کښې وويل، طالبان په دغه هېواد کښې د صلحې په ټينګښت هيڅ اعتقاد نه لري او پکار دے صلح ته د غاړې اېښودلو لپاره ورباندې فوځي دباو زيات کړې شي

د افغانستان د ولسي جرګې استازيو وويلو طالب ډله اوس ههم د جنګ په دوام تاکيد لري، نو په همدې وجه دي چې د افغانستان د صلحې خبرو اترو تراوسه څه مثبته نتيجه نه ده لرلې.

هغوي همدارنګ زياته کړه، د خبرو اترو په شروع کېدو سره په  افغانستان کښې د امريکائي فوځيانو د سرتاوانونوصفر کېدو بهير يوازې د افغانستان د فوځيانو او عامه وګړو څو برابره قتل عام په  نتيجه کښې لرلے دے.

 

 

ټیګونه