د ایران دچابهار بندر له پراختیا د افغانستان هرکلی
چابهار بندر له بندرعباس سره په پرتله کې تر نوي کلومیټرو پورې او د کراچۍ له بندر سره په پرتله کې تر اوه سوه کلومیټرو پورې د افغانستان له مرکز سره لانزدې دی .
د افغانستان حکومتي چارواکو د ایران د چابهار بندر پراختیا ددغه هیواد په تجارت او ټرانزیټ کې یو مهم رول بللی دی .
د افغانستان دتجارت کوټې په یوې اعلامیې کې د هندوستان په وسیله د چابهار بندرد مجهزکولو او پراختیا په هرکلي سره راغلي دي،د ایران چابهار بندر په داسې شر ائطوکې چې د افغانستان تاجران د پاکستان له خوا له ډيرو محدودیَتونو سره مخامخ دي،د تجارت د پراختیا لپاره ئې مناسبه ټاکنه حسابولی شي .
د افغانستان د تجارت د کوټې دغه اعلامیه په چابهار بندر کې په پانګونې کې د چټکتیا لپاره د نوي ډيلي د کلک هوډ په باب په هندي رسندویو کې د راپورونو په خپریدا پسې صادره شوې ده .
چابهار بندر له بندرعباس سره په پرتله کې تر نوي کلومیټرو پورې او د کراچۍ له بندر سره په پرتله کې تر اوه سوه کلومیټرو پورې د افغانستان له مرکز سره لانزدې دی .
په ۲۰۱۶کال کې د شمال او جنوب د ټرانزیټ د نړیوال کریډور د جوړولو لپاره د ایران، افغانستان او هندوستان ترمینځ درې اړخیز تړون لاسلیک شو چې چورلیز ئې د هندوستان د پانګونې له لارې د ایران د چابهار بندر پراختیا ده.
هندي حکومت په دغې موافقې کې له ایران او افغانستان سره د درې ا ړخیز تړون په چوکاټ کې د چابهار بندر د پراختیا لپاره د پنځه سوه میلیون ډالري پانګونې او دغه رازد سړکونو او ریل پټلیو د ټولګې د جوړولو لپاره د یو اعشاره پنځه میلیارډ ډالري پانګونې ژمنه کړې ده .

د چابهار بندر او دهغه دپراختیا په پروژې کې د هندوستان ،ایران او افغانستان ګډون ددې په ترڅ کې چې د دوي ترمینځ د ا قتصادی پيوندونو د پیاوړتیا لامل کیږي ، ددغو درو واړو هیوادونو د سیاسی او امنیتی اړیکو د ژورتیا لامل هم کیدلی شي .
د چابهار بندر په پانګونې کې دچټکتیا لپاره د هندوستان دپروګرام په هرکلي کې د افغانستان د تجارت دکوټې اعلامیه ښئ چې د افغانستان د تاجرانو او د کار روزګار د فعالانو له نظره ددغه سټراټژيک بندر د بیخ بینائيو د بشپړتیا په بهیر کې بیړه کول ، ددغه هیواد د تجارت د آسانولو او د اندازې د زیاتولو لامل کیدلی شي .
افغانستان چې د جغرافیې له پلوه په وچې کې راګیر دی او آزادسمندر ته لاره نه لري ، په وروستیو کلونو کې ددغه هیواد حکومت هڅه کړې ده ، پخپل بهرني سیاست کې دآسانتیاؤ لپاره ډول ډول لارې او ځاي ناستي پيدا کړي .

د افغانستان حکومت ددغه ستر سیاست په نظر کې په نیولو سره هڅه کوي د خپلو شیانو د صادرولو او واردولو لپاره،د پاکستان له سمندري او مځکنیو پولو سره خپل اړوندوالی کم کړي .
په دغو شرائطو کې پر دې سربیره چې د افغانستان حکومت نیّت لري چابهار بندر د د شیانو د صادراتو او وارداتو لپاره د ګوادر بندر په ځاي وټاکي،د سیمې له هیوادونو په تیره بیا له ګاوڼدیانو سره د ریل پټلۍ پراختیا ئې هم پخپلې ایجنډا کې راوستې ده .
په همدې لړ کې څه موده مخکې د ایران او افغانستان ترمینځ د دټرانسپورټي بیخ بینائيو د پراختیا لپآره د کابل تهران د موافقو پّ چوکاټ کې د خواف – هرات ریل پټلۍ د ایران او افغانستان د ولسمشرانو په وسیله په رسمي توګه افتتاح شو ې ده .
د خواف –هرات ترمینځ د ریل پټلۍپه مخ کتنې او پراختیا سره،اټکل کیږي، د ایران او افغانستان تجارت به په راتلونکي لسیزې کې څه دپاسه شل میلیارډ ډالرو ته ورسیږ ي چې د دواړو هیوادونو د اقتصاد په غوړیدا کې به مهم رول ولوبوي .
د افغانستان دتجارت خونه هیله منه ده چې ددغه هیواد حکومت د سیمې او ګاونډیو هیوادونو سره د ملګرتیا په پراختیا سره د بهرني ټرانسپورټي بیخ بینائیو د زیاتیدا له لارې د تجارت د پراختیا مناسبې زمینې برابرې کړي.