Jan 21, 2021 16:26 Asia/Kabul
  • هرات ته د افغانستان ولسمشر سفر

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني نن د لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د هرات ولایت د عمومي وضعیت ارزونې په هدف هرات ته ورسېد.

د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ اعلان وکړ، اشرف غنی په دغه سفر کې به د هرات ولایت ملکي او نظامي مسوولینو، علمای کرامو، ښځو، ځوانانو، ولایتي شورا غړو، متنفذینو، مدني فعالانو او سوداګرو سره بېلابېلې لیدنې ولري.

هغه په دې لیدنه کې د هرات هوایي میدان د خواجه عبدالله انصاري په نامه ونومول

هغه پر داسې مهال هرات ولایت ته سفر کوي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې هلته درې چاودنې رامنځته شوې دي.

په دغو چاودنو کې درې سرتېري وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان شول.

 

ټیګونه