Jan 23, 2021 07:36 Asia/Kabul
  • د عطامحمد نور او د جنرال دوستم تر مینځ شخړې

د اسلامي جنبش د ګوند مشر مارشال دوستم او د اسلامي جمعیت د اجرایی مشر عطامحمد نور تر مینځ د اسلامي جنبش د ګوند یو جګپوري قومندان په سر شخړه رامینځ ته شوي.

د اسلامي جنبش د سیاسي ګوند مشر مارشال دوستم د بلخ د ولایت له خوا د نظام الدین قیصاري په هکله یوې خپرې شوې امنیتي بیانیې ته تند غبرګون وښود.

څو ورځې مخکې د بلخ ځایي اداره د امنیت پوري اړوند په یوه غونډه کې د مارشال دوستم د قومندان نظام الدین قیصاري څخه د ګډون غوښتنه کړې وه خو په هغه ناسته کې قیصاري ته سپکاوی شوی و.

د بلخ والی محمد فرهاد عظیمي رسنیو ته ویلی دی چي قیصاري یو مجرم او یو غیرقانوني وسله وال کس دی چي حق نه لري د بلخ په داخلي چارو کې مداخله وکړي.

د اسلامي جمیعت د ګوند د اجرایي مشر زوی طارق نور په خپل فیسبوک پاڼه کې لیکلي و چي بلخ خپل خاوند لري، قیصاري په دغه سفر کې بې ځایه تورونه په عطامحمد نور او د بلخ ځایي ادارې پوري تړلی دي،  

مارشال دوستم د طارق نور خبرو په غبرګون کې ویلي: د بلخ ولایت یو ځانګړي قوم پوري اړه نه لري بلکي د ټولو افغانانو دي.

هغه زیاته کړې چي قیصاري نه یواځې د فاریاب د خلګو له حقوقه بلکي د ټولو افغانانو له حقوقه دفاع کوي.

نظام الدین قیصاري په فاریاب ولایت کې اوسیږي خو کله نا کله د بلخ ولایت ته هم سفر کوي چي دغه مساله د دوستم او عطامحمد نور تر مینځ د ستونزو د راپیدا کېدو سبب ګرځېدلی دی.

 

ټیګونه