Jan 23, 2021 15:54 Asia/Kabul
  • بیش از ده هزار کیلوگرام مواد مخدر در سال گذشته در ننگرهار
    بیش از ده هزار کیلوگرام مواد مخدر در سال گذشته در ننگرهار

د افغانستان د ننګرهار ولايت چارواکو په دغه ولايت کښې په تېر کال کښې له لسوزرو کيلوګرامه زیاتو نشه ايزو موادو د نيولو خبر ورکړ.

له جلال آباده زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې دننګرهار دوالي ویاند عطا الله خوږیاڼي وويل د دغه ولایت ر ولایت امنیه قوماندانۍ پولیسو دتیر یو کال په موده کې ددې ولایت په بېلابېلو سیموکې په ۳۳۵ عملیاتو او د  پلټنې په مرکزونو کښې   لس زره یو سل اته نوي کیلوګرامه ډول ډول نشه یی توکي نيولي او ضبط کړي دي.

 دننګرهار دوالي ویاند وویل پولیسو ددغو نشه یی توکیو په تړاو څلور سوه یولس تنه له پنځلسو وسلو،څه باندې څلور زره مرمیو او ۱۴۰ موټرو سره نیولي او د دوسییو تر بشپړیدو وروسته عدلي او قضایی ادارو ته سپارل شویدي .دوالي ویاند وویل پولیس تر بل هر وخت زیات د نشه یی توکیو دکښت ،تولید او قاچاقو په خلاف خپله مبارزه ګړندۍ کړې او هیڅ چاته به اجازه ورنکړي چې د اچاره تر سره کړي .

ننګرهار يو مهال د هیواد په کچه دنشه یی توکیو د تولید او قاچاق له پلوه دویم ستر ولایت ګڼل کیده خو اوس مهال دا کچه ډېره راټیټه شویده

 

ټیګونه