طالبانو ننګرهار کښې د ګوزڼ واکسینو له وهلو سره مخالفت وکړ
په ختیز ولایت ننګرهار کښې چارواکي وایي ددې ولایت په ځینو سیموکې طالبانو د ګوزڼ واکسیونو د تطبیق مخالفت کړے دے.
له جلال آباده زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې دننګرهار والي ضیا الحق امرخیل وایي دماشومانو د ګوزڼ ناروغۍ د پېښو د مخنیوي لپآره په ټول ولایت کې د واکسینو د تطبیق کمپاین پېل شوے چې ټاکل شوې په دې موده کې اوه نیم سوه زره له پنځو کالو څخه دکم عمر لرونکي کوچنیانو ته د واکسینو څاڅکي ورکول شي. د ننګرهار والي وویل د دې کمپاین د ښه تطبیق لپاره پر دیني عالمانو سربیره ځوانان، میرمنې او دټولنې ټول اهل خبره کسان دعامه پوهاوي پر چاره بوخت دي. د ننګرهار والي زياته کړه په تیر دوه زره شلم کال کې په ننګرهار کې د ماشومانو د ګوزڼ ناروغۍ مثبته پېښه نده ثبت شوې خو ننګرهار والي ومنله چې د دې ولایت د حصارک غلجایی ولسوالۍ په ځینو سیمو کې وسله والو طالبانو د واکسینو د تطبیق کارکوونکو ته د واکسینو د تطبیق اجازه نه ده ورکړې. ضیا الحق امرخیل وویل همدا چاره ددې لامل کیږي چې په
دغو سیموکې چې د واکسینو تطبیق ته پکې اجازه نده ورکول شوې د ګوزڼ ناروغۍ مثبتې پېښې رامنځته شي. هغه په وسله والو طالبانو غږ وکړ چې واکسیناتورانو ته دې اجازه ورکړي چې تر پنځو کالو کم ټولو کوچنیانو ته د واکسینو څاڅکي ورکړي .وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي. که څه هم چې په ننګرهار ولایت کې د ماشومانو د ګوزڼ ناروغۍ کومه مثبته پېښه نده ثبت شوې خو د افغانستان د عامې روغتیا وزارت چارواکو ویلي د کرونا وائرسو سره د مقابلې لورې ته د پام اړولواو د دې ناروغۍ مخنیوي ته د نه پام له امله په دې هیوادکې یو ځل بیا د ماشومانو د ګوزڼ ناروغۍ پېښو کې زیاتوالی راغلی دی.