Jan 24, 2021 12:12 Asia/Kabul
  • پاکستان دې طالبان پخپلو ژمنو مل ته مجبوره کړي

د پاکستان خارجه وزیر شاه محمود قریشي څو ورځې مخکط د امریکا له نوي ولسمشر جوبایډنه غوښتي له افغانستانه دامریکائي پوځيانو په ویستلو سره دې له طالبانو سره ددغه هیواد موافقې ته پابنده شي .

ایرناخبری آژانس راپور ورکړ د افغانستان خارجه وزارت د پاکستان د خارجه وزیر د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې د اسلام اباد پر حکومت غږ کړی ،  څو  د تاؤتریخوالي دکمولو ، دعمومي اوربند دټینګولو  او له ترهه ګرو ډلو سره درابطې دغوڅولو لپاره پر طالبانو دباؤ زیات کړي ،څو سولې ته درسیدا او دسیاسی موافقې دترلاسه کولو لپآره  دخبرواترو زمینه برابره شي .

 د پاکستان خارجه وزیر شاه محمود قریشي څو ورځې مخکې د امریکا له نوي ولسمشر جوبایډنه غوښتي له افغانستانه دامریکائي پوځيانو په ویستلو سره دې له طالبانو سره ددغه هیواد موافقې ته پابنده شي .

د افغانستان خارجه وزارت نن سهارد یوې اعلامیې په خپرولو سره ددغه هیواد دسولې په بهیر کې له دخیلو درستو لورو غوښتي دي ،سولې ته درسیدا لپاره دې پخپلو ژمنو عمل وکړي .

په دغې اعلامیې کې دغه راز راغلي دي،حکومت  د طالبانو  د شپږ زره بندیانو په خوشي کولو،د سملاسي او عمومی اور بند لپاره د  چمتووالي په اعلانولو او دسولې په خبرواترو کې په  صادقانه ګډون سره  ئې  یوې عملي او جامعې  موافقې ته  درسیدا د لارې دهوارولو لپاره خپلې  درستې هڅې کارولي دي .

 د افغانستان دخارجه وزارت د اعلامیې په  اساس،طالبانو نه یوازې  د عمومي اوربند لپاره پخپلو ژمنو عمل نه دی کړی ، بلکې  د ټارګټ کلینګ  او  تاؤتریخوالو  په زیاتولو سره ئې  سولې ته درسیدا لپاره  نوي چیلنجونه او ستونزې  رامینځةکړي دي .

 د افغانستان ولسمشر څو ورځې مخکې  هرات ولایت په سفر او  له سپين روبو او مشرانو سره په کتنې کې پر طالبانو غږ کړی ؤ  چې  سولې ته د رسیدا لپاره  دې مثبت ګام پورته کړي .

 

ټیګونه