Jan 24, 2021 15:01 Asia/Kabul

د کرهڼې او مالدارۍ وزیر وویل ددې شنو خونو پنځه اتیا سلنه لګښت دکرنې وزارت او پاتی پنځلس سلنه یی ګټه اخیستونکو پرې کړی دی.

 زمونږ خبریال له ننګرهاره راپور راکړ د افغانستان د کرهڼې  او مالدارۍ وزیر ډاکتر انورالحق احدي جلال اباد ته دخپل سفر پر مهال د ننګرهار ولایت د بهسودو په ولسوالۍ کې د څو جوړو شویو شنو خونو د پرانستې پر مهال وویل،  د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد او څو ولسوالیو کې د کرهڼې وزارت په سل ملیونه افغانۍ لګښت یو سلو دوه نوي بابه شنې خونې جوړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

د کرهڼې او مالدارۍ وزیر وویل ددې شنو خونو پنځه اتیا سلنه لګښت دکرنې وزارت او پاتی پنځلس سلنه یی ګټه اخیستونکو پرې کړی دی. ډاکتر احدی وویل ددې شنو خونو په جوړیدو سره به د کال په څلوروفصلونوکې په بازارونو کې تازه سابه موجود وي . دکرهڼې وزیر دغه راز وویل ددې شنو خونو په جوړیدو سره ګڼ شمیر خلکو ته دکار کولو زمینه برابره او هم به ورسره د کورنیو اقتصادي وضیعت پیاوړی شي.پر همدې مهال د ننګرهار والي ضیا الحق امرخیل په داسې حال کې چې د کرنې وزارت له دې اقدامه مننه وکړه  او وې ویل په روان کال کې د ننګرهار ولایت په بېلابېلو سیموکې د۷۵۸ ملیونه افغانیو په ارزښت په کرهڼیز سکتور کې  پروژې پلې کړي دي . د ننګرهار والي د کرنې له وزیره وغوښتل چې کرنیز سکتور ته دننګرهار ولایت د مناسب اقلیم ته په پام سره په راتلونکی کال کې په کرنیز سکتور کې د اوږدمهال کار موندونکي پروژې په پام کې ونیسې

Image Caption
Image Caption
Image Caption

 

 

ټیګونه