حمد الله محب:
ځینو هېوادونو د طالبانو د مذاکراتي ډلې کورنۍ برمته کړي
Jan 25, 2021 16:15 Asia/Kabul
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار وايي، د طالبانو د مذاکراتي ډلې غړي خپلواکي نهلري او کورڼۍ یې برمته شوي دي.
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب د دې هیواد د هوایي ځواکونو سره په لېدنه کې وویل چي په قطر کې د طالبانو د سیاسي مشرانو کورڼۍ د ځینو هیوادونو له خوا په ګروګان نیول شوي.
هغه زیاته کړې: د طالبانو د سیاسي دفتر غړو واضح کړ چې خپل استقلالیت نهلري. محاصره دي او ګروګان نیول شوي دي. د دوی فامیلونه په پردي مملکت کې اوسېږي. هغه هېواد دوی ته لارښوونه کوي چې دلته ترورېستي اعمال او اقدامات وکړي.
د افغانستان ملي امنیت سلاکار وايي، په قطر کې د طالبانو د مذاکراتي ډلې هر غړی جلا جلا غوښتنې مطرح کوي.
په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر تر اوسه د محب د تازه څرګندونو په اړه څه نهدي ویلي.