په افغانستان کې په شمسي انرجۍ چلېدونکې ګاډې جوړه شوي
Jan 25, 2021 16:42 Asia/Kabul
د افغانستان په غزني ولایت کې یو ځوان په شمسي انرجۍ چلېدونکې ګاډې جوړه کړې.
زموږ د خبریال د راپور سره سم، د غزني ولایت په ښار کې د موسی خان رضایی په نامه یو ځوان داسي یو موټر جوړ کړی چي د شمسي انرجۍ په مټ چلیږي او ۶۵ کیلومټره په ساعت کې مزل کوي.
هغه د دغه ګاډې د جوړولو د څرنګوالې په اړه وویل: دغه ګاډې مي په درو میاشتو کې جوړه کړه، تيلو ته ضرورت نه لري او ۶۵ کیلومټره په ساعت کې مزل کوي.