د خواف-هرات پټلۍ د ایران او افغانستان په اړیکو کښې یو نوی بدلون دی
د افغانستان د ریلوې د ادارې مشر په نزدې راتلونکي کښې د خواف-هرات د ریل لارې څخه د مسافرو د تګ راتګ د پیلیدو خبر ورکړ
د افغانستان د ریلوې د ادارې مشر په نزدې راتلونکي کښې د خواف-هرات د ریل لارې څخه د مسافرو د تګ راتګ د پیلیدو خبر ورکړ
محمد یما شمس پرون وویل: ټاکل شوې ده چې د خواف-هرات د پټلۍ له لارې ډیر زر مسافري اورګاډی تګ راتګ پیل کړي.
هغه دې ټکي ته په اشارې سره چې له ایران سره د مسافرو د تګ راتګ تړون شوی دی، زیاته کړه: په دغې پټلۍ باندې د مسافري اورګاډي په پیلیدو سره به هره ورځ ۱۵۰۰ کسان له افغانستان څخه ایران ته ځي او هم داشان ۱۳۰۰ کسان به له ایران څخه افغانستان ته راځي.
د خواف-هرات د ریل پټلۍ په کال کښې د شپږ میلیون ټنه شیانو او یو میلیون کسانو د انتقال وړتیا لري.
د خواف-هرات ترمینځ د ۱۴۰ کیلومیټرو په اوږدوالي جوړه شوې پټلۍ کابوه یوه نیمه میاشت مخکې د ایران او افغانستان د ولسمشرانو له خوا د ویډیو کانفرنس له لارې پرانیستله شوه.