Jan 26, 2021 13:44 Asia/Kabul
  • د افغانستان په چارو کښې د ايران استازي د ملګرو ملتو له استازې سره صلاح مشورې وکړې

د ايران د بهرنيو چارو د وزير استازي د افغانستان په چارو کښې د ملګرو ملتو د مشر له استازې سره په افغانستان کښې د صلحې د بهیء پائېدار ثبات د رسېدو په اړه صلاح مشورې وکړې.

د اېرنا د رپوټ له مخې د ايران د خارجه  وزير خاص استازي محمد ابراهيم طاهريان او د افغانستان په چارو کښې د ملګرو ملتو د مشر استازې  مېرمن ډبورا ليونز نن يوه ناسته او خبرو اترو کښې په بين الافغاني خبرو اترو ، په افغانستان کښې د صلحې په بهير او د سفارتي لارو څخه پائېدار ثبات ته په رسېدو تاکيد وکړ.

طاهريان تېره ورځ هم د افغانستان له خارجه وزير محمد حنيف اتمر سره په خبرو اترو کښې د دوو اړخيزو تعلقاتو او د افغانستان د صلحې په اړه خبرې اترې او د نظر تبادله وکړه.

هغه همدارنګ د افغانستان په چارو کښې د روسيې او جرمني له خاصو استازیو سره به خبرو اترو کښې هم د تاوتريخوالي د کمولو او له سفارتي لارو چارو د پائېدارې صلحې په ټينګښت کښېد افغانستان د دوستو هېوادونو په ګډو کوششونو تاکيد وکړ.

 

ټیګونه