کابل کښې دوو چاودنو مرګ ژوبله رامنځته کړه
د کابل پولیسو وويل چې د دغه ښار د ۹ او ۱۲ ناحیو اړوند په دوو جلا پرونيو چاودنو کښې د پولیسو دوه منسوبین وژل شوي او څلور نور ژوبل شوي دي.
د کابل د امنیې قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز رسنيو ته وویل چې لومړۍ چاودنه پرون سهار شاوخوا ۸ بجې د کابل پولیسو نهمې امنیتي حوزې اړوند دیسپېچري سیمه کې رامنځته شوې ده.
هغه وایي چې په یاده چاودنه کې یو رېنجر موټر د چسپکي ماین هدف ګرځول شوے او په پایله کې یې د پولیسو دوه منسوبین ټپیان شوي دي.
نوموړى دغه راز وايي چې دویمه چاودنه هم پرون د دغه ښار د دوولسمې حوزې اړوند سلیم کاروان سیمه کې رامنځته شوې چې په نتیجه کې یې د پولیسو دوه منسوبین وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.
تراوسه کومې وسله والې ډلی د دغه برید مسوولیت نه دی منلی.
دا په داسی حال کې ده چې وړمه ورځ سهارهم د کابل ښار پنځمې امنیتي حوزې اړوند سيمه کې یو شخصي سراچه موټر د چسپکي ماین هدف وګرځول شو؛ چې یو کس په کې ووژل شو.