د افغانستان د ملی مصالحې د لوړې شورا په تفاهم سره تهران ته د طالب پلاوي سفر
په افغانستان کې د سولې په ټینګیدونکي بهیر کې د ایران دظرفیَتونو په چوکاټ کې له تیرو دوو کلونو راهسې تر دې دمه،تهران،د یوې تل پاتې سولې او دایمي اور بند دټينګیدا او دجنګ جګړو دختمولو لپآره یوې موافقې ته د لاس رسي لپاره دافغانستان د حکومت اوطالبانو ډلې د مشورو یو اصلي مرکز دی .
د افغانستان د ملی مصالحې د لوړې شورا مشر وئيلي دي ، تهران ته دطالبانو ډلې د سیاسی پلاوی سفر له دغې شورا سره په تفاهم کې ترسره شوی دی .
ډاکټر عبدا...عبدا...پخپل ټولنیز چینل کې لیکلي دي،تهران ته د طالبانو ډلې د پلاوي سفر او د سولې د خبرواترو دبهیر په باب د ایران داسلامی جمهوریت له چارواکو سره ئې لیده کاته له هغه سره غږمله شوي وو .
هغه همداراز په کابل کې په یوې غونډې کې چې د سولې او اور بند په بهیر کې د میرمنو د رول په باب دمشورو په خاطر د یوشمیر میرمنو په شتون سره ترسره شوي،ټينګار کړی،له بنده به درست طالب بندیان خوشي شي او ددغې ډلې دمشرانو نامې به هم د ملګروملتو له تور لیسټه وویستل شي،خو دا د سولې موافقې ته له رسیدا وروسته ممکن دي .
د ملاعبدالغني برادر په سرپرستۍ د طالبانو ډلې سیاسی پلاوی د تیرې سه شنبې په شپه تهران ته راغلی او له ځينو ایرنیو چارواکو سره ئې لیده کاته او د افغانستان د سولې په هکله ئې د نظر تبادله کړې ده .
په افغانستان کې د سولې په باب د مشورو لپاره تهران ته دطالبانو د پلاوي سفر په سیمې کې د ثبات په تامینولو کې د ایران د ځائيګي ښودنه کوي په افغانستان کې د سولې په ټینګیدونکي بهیر کې د ایران دظرفیَتونو په چوکاټ کې له تیرو دوو کلونو راهسې تر دې دمه،تهران،د یوې تل پاتې سولې او دایمي اور بند دټينګیدا او دجنګ جګړو دختمولو لپآره یوې موافقې ته د لاس رسي لپاره دافغانستان د حکومت اوطالبانو ډلې د مشورو یو اصلي مرکز دی .
تهران ته دملاعبدالغني برادر په مشرۍ د طالبانو دپلاوي سفر په داسې شرائطو کې شوی ، چې د افغانستان په حکومت او دغې ډلې کې دځينو سرچینو د اعلان په اساس ، په قطر کې دسولې خبرې اترې بندون ته رسیدلي دي .
دم ګړئ دسولې په خبرواترو کې اصلي خنډ د درستو بندیانو پر خوشي کیدا ددغې ډلې ټينګار دی په داسې حال کې چې د افغانستان د ولسمشر لومړی مرستیال نه یوازې له دغې غوښتنې سره پخلا نه دی ، بلکې د طالبانو د خطرناکو بندیانو دپانسي کیدا غوښتنه ئې هم کړې ده چې د قانوني مراجع اورګانونو د فیصلې په اساس هم د هغوي لپاره سخته سزا صادره شوې ده .
د افغانستان د ولسمشر د لومړي مرستیال امر ا... صالح په څرګندونو پسې طالبانو ددغې ډلې دبندیانو دپانسي کیدا د پایلو په باب دکابل حکومت ته سخت خبرداری ورکړی دی .
البته باید پام ولرل شي، پر دې سربیره چې د طالب بندیانو دخوشي کولو لپاره د افغانستان د حکومت فیصله نه کول ، د سولې په خبرواترو کې پر بندون اغیزې شیندلي ،په دغه هیواد کې د طالبانو له خوا ددوي په اند داسلامی امارت د راوستو لپاره د دوي دغوښتنې پر پيژندنې ټينګار هم لامل شوی څو د غه خبرې اترې په ډيرې جدي تنګڅې کې راشي .
په دې باب د ډاکټر عبدا.... عبدا... څرګندونې چې دبندیانو دخوشي کیدا او د ملګروملتو له تورلیسټه ددغې ډلې د مشرانو دنامو د ویستلو په باب ددغې ډلې غوښتنې به ، د افغانستان دحکومت او طالبانو ډلې ترمینځ جامعې موافقې ته له رسیدا وروسته ممکن شي ، ددې ښودنه کوي چې ددغه هیواد چارواکي د موافقې له لاسلیکیدا مخکې ددغې ډلې غوښتنو ته غاړه کیښودو ته تیار نه دي .
په حقیقت کې د طالبانو دپاتې بندیانو خوشي کیدا او د ملګروملتو له تورلیسټه د دغې ویستل ،د سولې په احتمالي موافقې کې د افغانستان د حکومت د ژمنتیاؤ په لیسټ کې ورځاي کیږي ، چې باید په یوه مشخص وخت کې اجرائي شي .
دا په داسې حال کې دي ، چې د ۲۰۲۰ کال په فرورۍ کې له طالبانو ډلې سره د امریکا دسولې په شوي موافقې کې دخپلو ژمنو په وړاندې ددغه هیواد د بد عهدیو په دلیل ، طالبان تیار نه دي ، د افغانستان د سولې په موضوع کې دخپلو غوښتنو پوره کیدا، د افغانستان له حکومت سره د سولې د موافقې له لاسلیک کیدا وروسته پړاؤ ته وځنډوي .
په دې توګه طالبان په دې اندیښمن دي ، چې د افغانستان حکومت دسولې له موافقې وروسته خپلې ژمنې احیاء نه کړي او دکابل چارواکي هم دا اندیښنه لري ، چې دطالب بندیانو له خوشي کیدا او د ملګروملتو له تورلیسټه ددغې ډلې له ویستلو وروسته ونه توانیږي،په دغې هیواد کې د دایمي سولې د ټينګیدا په باب له طالبانو سره کومې موافقې ته ونه رسیږي په تیره بیا دا چې دغه ډله ، په افغانستان کې له جمهوریت پرته د اسلامی امارت په ټينګیدا فکر کوي .