Feb 03, 2021 17:44 Asia/Kabul
  • جرمني له افغانستانه د خپلو پوځیانو ایستلو لپاره یو غولونکې شرط وټاکه

په افغانستان کښې د امریکې په جنایتونو او د خلکو په وژلو کښې شریک جرمني هیواد، له دغه هیواده د بهرنیو پوځیانو وتل د صلحې د مذاکراتو له پرمختګ سره شرطمن وباله.

په افغانستان کښې د امریکې په جنایتونو او د خلکو په وژلو کښې شریک جرمني هیواد، له دغه هیواده د بهرنیو پوځیانو وتل د صلحې د مذاکراتو له پرمختګ سره شرطمن وباله.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان د عامه افکارو د غولولو لپاره وویل چې له افغانستانه د بهرنیو پوځیان وتل دې په قطر کښې د امریکې او طالبانو ترمینځ د موافقې د مفادو په بنیاد نه وي بلکې باید د صلحې د خبرواترو له پرمختګ سره دې عملي شي.

هایکو ماس د خپلو راپارونکو اقداماتو په دوام کښې زیاته کړه: کله چې په افغانستان کښې جنګ ختم شي هله به د امریکې په مشرۍ له دغه هیواده د بهرنیو پوځیانو د وتلو وخت راورسي.

د جرمن خارجه وزیر دغه څرګندونې په داسې حال کښې دي چې طالبانو په دې وروستیو کښې امریکې ته خبرداری ورکړی چې که د قطر د موافقې له مخې بهرني پوځیان له افغانستانه ونه وځي نو نیوکګران او ترهګر به په امان کښې پاتې نه شي.

طالبانو په ځلونو ویلي دي چې د افغانستان د صلحې د مذاکراتو د بهیر د ماتې او په دې هیواد کښې د جنګ او وژلو د دوام مسئول، لویدیځ هیوادونه دي.

 

 

 

 

ټیګونه