Feb 21, 2021 07:51 Asia/Kabul
  • د افغانستان ولسمشر د موقته حکومت له طرحې سره سخت مخالفت وکړ

د افغانستان ولسمشر ټینګار وکړ: ترڅو چې ژوندی یم، طالبان به د لنډمهاله حکومت مخ ونه ویني.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د هرات ولایت غوریان ولسوالۍ د لومړۍ کرښې امنیتي ځواکونو سره د ټیلیفوني خبرو پرمهال ویلي چې د ده په ژوند کې به طالبان د مؤقت حکومت ارمان ته ونه رسېږي.

ولسمشر غني زیاته کړې د موقت حکومت په اړه څرګندونې د عامه افکارو د بدلولو په هدف کیږي خو تر هغې چې دی ژوندی وي موقت حکومت به رانه شي.

ولسمشر دا څرګندونې داسې مهال کوي چې په دې وروستیو کې وسله والو طالبانو په ټول هېواد کې جګړه تېزه کړې.

که څه هم عامو افغانانو هیله لرله چې په دوحه کې به د سولې خبرې مثبته پایله ورکړي او اوربند به وشي خو د راپورونو له مخې طالبانو د اوربند پرځای د موقت حکومت راتګ ټینګار کاوه.

بل لورته بیا د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حمدا... محب وایي، د طالبانو د سیاسي دفتر غړي قطر کې هوسا ژوند لري او سولې ته لېوالتیا نه لري.

محب وایي: « د افغانستان جګړه اوس هم امنیتي ځواکونه پر مخ وړي، امنیتي ځواکونه دا وړتیا لري چې له خپلو ملي ارزښتونو او خلکو څخه دفاع وکړي.»

هغه وايي که طالبان سوله غواړي نو د ملکي خلکو له وژنې دې لاس واخلي.

وسله والو طالبانو بیا په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.

 

ټیګونه