Feb 26, 2021 05:13 Asia/Kabul
  • امریکا د افغانستان لپاره امنیت او ارامښت نه غواړي

په نړیوالو چارو کښې د ایران د اسلامي شورا ځانګړي استازي وویل: امریکا د افغانستان د ولس او حکومت لپاره ارامښت او قراري نه غواړي.

په نړیوالو چارو کښې د ایران د اسلامي شورا ځانګړي استازي وویل: امریکا د افغانستان د ولس او حکومت لپاره ارامښت او قراري نه غواړي.

حسین امیر عبداللهیان پرون په تهران کښې د افغانستان د ملي کنګرې ګوند د مشر عبدالطیف پدرام په کتنه کښې د دغه هیواد امنیت د ایران امنیت وباله او په افغانستان کښې په ملي وحدت باندې د تمرکز په ضرورت باندې په ټینګار سره یې زیاته کړه: په افغانستان کښې پایداره امنیت او صلحه به په ملي وحدت او د افغانستان د ټولو ګوندونو او ډلو په ملګرتیا سره ترلاسه شي.

امیر عبداللهیان په دې خبرې سره چې سپينه ماڼۍ د افغانستان خیر نه غواړي او باید په اساسي قانون، حکومت او د ټولو افغانستاني ډلو په وحدت باندې تکیه وکړي، څرګنده کړه: په افغانستان کښې ناامني او ترهګر اقدامات به د دغه هیواد د ټولو ډلو او قومونو په یووالي سره ختمه شي.

په دغه ملاقات کښې عبداللطیف پدرام هم د ایران او افغانستان د ورورولیزو اړیکو په یادولو سره وویل: د ایران اسلامي جمهوریت له افغانستان سره د ګاونډیتوب نه علاوه ګډ دین، ژبه او کلتور هم لري او د افغانستان ولس به ډیر کلونه د افغانستان له خلکو سره د ایران یوزړه توب او مرسته هیره نه کړي.

د افغانستان د ملي کنګرې ګوند مشر هم داشان په خپل هیواد کښې د پردیو لاسوهنې د بې ثباتۍ لامل وبللې او زیاته یې کړه: د امریکې او د سیمې د ځینو هیوادونو بې ځایه لاسوهنو د افغانستان د صلحې او ثبات لاره په خطر کښې اچولې ده.

 

ټیګونه