خلک دې دطالبانو په ضد له افغان پولیسو سره ملګرتیا وکړي
د پسرلي په رارسیدو سره د کارپيژاندو په وینا، د طالبانوډلې او امنیتی مامورانو ترمینځ د حملو اوج زیات شوی او دواړه لورو خپلو ځواکونو ته د تیارسي فرمان صادر کړی دی .
زمونږخبریال د طلوع خبری آژانس له قوله راپور راکړی ،د افغانستان د کابل دپولیسو قوماندان جمشید طوطاخیل په افغانستان کې د امنیتی او دفاعي ځواک د ملی ورځ د رارسیدو په درشل کې پرون ناوخته په یولړ څرګندونو کې له ملی امنیتي اورګانونو سره د خلکو دملګرتیا غوښتنه کړې او وئيلي ئې دي ، د امنیتي حالاتو د ښه کولو لپاره د خلکو ملګرتیا ته اړتیا لري .
هغه پر ولس غږ کړی ،د امنیتی شکمنو موردونو په باب دې سملاسي پولیسو ته اطلاع ورکړي څو له بوږنونکو پيښو مخکې د جنایتونو مخه ونیول شی .
دافغانستان حکومت دکب دمیاشتې نهمه نیټه د امنیتی دفاعي ځواک ملی ورځ نومولې او هر کال په دې مناسبت دستورې جوړوي .
داپه داسې حال کې دي ، چې د پسرلي په رارسیدو سره د کارپيژاندو په وینا، د طالبانوډلې او امنیتی مامورانو ترمینځ د حملو اوج زیات شوی او دواړه لورو خپلو ځواکونو ته د تیارسي فرمان صادر کړی دی .