Feb 28, 2021 08:02 Asia/Kabul
  • افغانستان له روسیې څخه د کرونا واکسن اخیستل غواړي

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر د روسیې جوړ سپوټنیک وي واکسن د اخیستو لپاره د خپل هیواد د فیصلې خبر ورکړ.

حنیف اتمر پرون وویل چې ډیر زر به د روسي واکسن د ترلاسه کولو په موخه د افغانستان او روسیې د روغتیايي چارواکو ترمینځ یوه غونډه وشي.

هغه په دې خبرې سره چې افغانستان د روسيې د جوړو کرونا واکسنو د ترلاسه کولو غوښتونکی دی، زیاته کړه: د دواړو هیوادونو د روغتیا د چارو مقامات به د واکسن د ترلاسه کولو او د افغانستان خاورې ته یې د منتقلولو د څرنګوالي په هکله یوه غونډه ترسره کړي.

افغان خارجه وزیر چې ماسکو ته په سفر تلی دی، په افغانستان کښې د روسي واکسن د جوړولو د امکان په هکله هم وویل: دا موضوع د دواړو هیوادونو د روغتیايي چارواکو په موافقې پورې اړه لري.

افغانستان له دې مخکښې له هندوستانه ۵ لاکه ډوزه کرونا واکسن وارد کړي چې په وړومبي پړاؤ کښې ټاکل شوې د هیواد جګ پوړو چارواکو او هم داسان د روغتیا د ادارې کارکونکو او امنیتي ځواکونو ته ووهل شي.

 

ټیګونه