Feb 28, 2021 16:18 Asia/Kabul
  •  اسلامی تعلیمات،د افغانستان  جنګ او د اشرف غني دریځ

د په دې باب د افغانستان دولسمشر څرګندونې چې په دغه هیواد کې جنګ له اسلامي تعلیماتو او انساني منطق سره هیڅ ارتباط نه لري ، له دیني اصول سره دخپلو ناکراره کونکو پروګرامونو په پيوندلو کې د افغانستان د افراطي ډلو د هلو ځلو له امله دي .

د افغانستان ولسمشر وئيلي دي ، ددغه هیواد جنګ له اسلام ،حقانیّت او انسانیّت سره هیڅ  ارتباط نه لري .   د افغانستان ولسمشر اشرف غني د خپل هیواد د سرباز یا عسکر د ملي ورځې  دد رښنت  په یوه سیمنار کې  پخپلې وینا کې په دغه هیواد کې جنګ  ناروا بللی او وئيلي ئې دي،دافغانستان دښمنان او طالبانو فکر کوي ،چې  حکومت نسکورکړي او دهیواد ټاټوبی هم وویشي ، خو امنیتی او دفاعي ځواک   دهیواد د دفاع کافی ظرفیّت لري او دا  ئې دجنګ په ډګر کې ثابته کړې هم ده .

 اشرف غني په دغو دستورو کې  همداراز وئیلي دي ، د افغانستان دفاعي او امنیتي ځواک  د ترهه  ګرۍ په ضد څه دپاسه نوي فی صدي عملیات ترسره کوي .

 د  په دې باب د افغانستان دولسمشر  څرګندونې چې  په دغه هیواد کې جنګ له  اسلامي تعلیماتو او انساني منطق سره هیڅ  ارتباط نه لري ،  له دیني اصول سره  دخپلو ناکراره کونکو پروګرامونو په پيوندلو کې  د  افغانستان د  افراطي ډلو د هلو ځلو له امله دي .

   په افغانستان کې  ځيني افراط پالې ډلې  په داسې حال کې  په دغه هیواد کې د خپلو انساني ضده اقداماتو لپاره د  اسلامي پوښښ په رامینځةکولو پسې دي ، چې  ناکراري او تاؤتریخوالي ، د اسلام دپاک دین  له اصولو او لوړو تعلیماتو سره په او څاره توګه  په تضاد کې دي .  

Image Caption
Image Caption

 

 د هغو ډلو په  اپوټه چې  په افغانستان کې ناکراري او  جنګ  دجهاد په پلمه توجیه کوي ، داسلام دین پر سولې ، رحمت او آرامښت ټينګار کوي  او  خپل پیروکار  له هر ډول هغو اقداماتو سره مخامخیدتې ته بولي ، چې په ټولنې کې د تاؤتریخوالو د رامینځةکیدا لامل کیږي .

طالبانوډله په داسې حال کې  د افغانستان  له حکومت سره د جنګ اصلي ډلې په توګه ، خپل تاؤتریخوالي  د اسلام ددښمنانو په ضد  دجهاد په پلمه  توجیه کوي ،چې ددغه هیواد او حتی دمسلمانو هیوادونو ډیری عالمانو په افغانستان کې جنګ  غیر شرعي بللی او دا ئې حرام  ئې اعلان کړی دی . 

 د اسلامی عالمانو استدلال دا دی چې  په افغانستان کې د جنګ په دوام سره به، ددې په ترڅ کې چې  ددغه هیواد د بې ګناه خلکو وژنه هم دوام پیدا کوي ،، لامل کیږي ، څو د امریکا په مشرۍ نیواکګران  هم ، په افغانستان کې د ناکراریو او بې ثباتیو  د دوام په پلمو سره  په دغه هیواد کې  د خپل شتون دوام توجیه کړي .

په همدې اساس د ه چې  د قطر په دوحې کې دبین الافغاني خبرواترو په پیلیدا سره  چې  د۲۰۲۰کال دستمبر میاشت راهسې پیل شوي دي ،  په افغانستان کې مختلفې پرګنې  په دې  اند دي ، چې  په دغه هیواد کې د جنګ دختمیدا  او د دایمي سولې د ټينګیدا لپاره رامینځةشوی فرصت باید غنیمت وګڼل شي  چې  تر ټولو ستره بریا ئې  هم  په افغانستان کې د امریکائي او ناټوځواک دشتون  دختمیدا پیل کیدلی شي .

 دغه لیدتوګه شته چې  که طالبان  په افغانستان کې  له نیواکګرو سره دمقابلې مدعي  او له دغه هیواده د دوي د شړلو  لپاره دهڅې مدعي  وي ، نو باید د افغانستان له حکومت سره د سولې لپاره  اوسنی فرصت  ضائع نه کړي  او دملی پخلاینې  له پروګرام سره په یوځاي کیدا سره ،  په افغانستان کې دامریکائي او ناټو دپوځي شتون دوام بې توجیهه کړي .

 د افغانستان حکومت او ملت  هیله لري ، طالبان  دسولې په بهیر  او ورسره په اړونده خبرواترو کې د کارړنګونکي سیاست په څنګةکولو  سره او دغه راز  په دوام کې په دغه هیواد کې د دایمي سولې او اور بند له ټينګیدا سره په پخلا کیدا سره،  له جنګ پرته  نوي ژوند ته  د افغانستان د واریدیدا زمینه برابره کړي .

 داسې ښکاري  دافغانستان د سولې  په اوسنیو خبرواترو کې د بندون دوام  به  یوازې  د نیواکګرو د هغو  سیاستونو  په ګټه وي   چې  په دغه هیواد کې ئې د خپل شتون د دوام لپاره د طالبانو د تاؤتریخوالي دوام پلمه کړی دی .

Image Caption
Image Caption

 

 

ټیګونه