Mar 01, 2021 07:27 Asia/Kabul
  • د حزب التحریر افراطي ګوند ته د افغانستان د ولسمشر د لومړي مرستیال ګواښ

د افغانستان د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح په یوه امنیتي ناسته کې وویل چي د حزب التحریر د ګوند فعالیتونه غیرقانوني دي او په وړاندي به یې فوځي اقدامات تر سره شي.

د افغان ولسمشر لومړي مرستیال په یوه خپاره کړي راپور کې ویلي چې دغه ګوند د افغانستان د قوانینو له مخې له عدلیې وزارت سره ثبت او راجستر نه دی نو له همدې امله یې پر غونډو او فعالیتونو بندیز لګول شوی دی.

د نوموړي په وینا ددغه ګوند هر ډول فعالیتونه غیر قانوني دي او دوی به یې ډېر ژر پر وړاندې نظامي تګلاره خپله کړي.

صالح زیاته کړه چې حزب التحریر په افغانستان کې د ترهګرو ډلو له فعالیتونو سره فکري نږدېوالی لري نو له همدې امله یې پر وړاندې جدي اقدامات کېږي.

صالح د یاد ګوند ټولو نږدې کسانو ته خبرداری ورکړی چې له دې ګوند سره اړیکې پرې کړي، په غونډو او تجمعاتو کې یې ګډون و نه کړي او د کار ددوام په صورت کې یې پر وړاندې جدي او قانوني اقدامات ترسره کېږي.

خو د افغانستان د عدلیې وزارت هم التحریر ګوند افراطي یادوي او وایې چې دغه ګوند تر ډېره ترهګریز فعالیتونه کوي.

دا په داسي حال کې دی چي تر دې مخکې هم د دې ګوند او د داعش تر مینځ د اړیکو په اړه راپورونه خپاره شوي وه خو یاد ګونډ د ځینو عربي هیوادونو له خوا حمایه کیږي.

 

 

ټیګونه