Mar 01, 2021 07:35 Asia/Kabul
  • د دوحې تړون یو کال پوره شو خو په افغانستان کې لاهم جنګ روان دی

د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون له لاسليک يو کال تېرېږي، خو د امریکایي فوځیانو د خوندیتوب په هاخوا د افغانانو مرګژوبله تر پخوا هم زیاته شوې.

د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون يو کال مخکې د فبرورۍ په ۲۹مه په دوحه کې لاسليک شو په داسې حال کې چې د امریکا- طالبانو هوکړه یو کلنه شوه، افغان دولت دغه هوکړه بې ګټې بللې او زیاته کړې ده، چې د دوحې تر هوکړې وروسته د افغانانو مرګ ژوبله تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلې ده.

 د افغانستان ملي امنیت شورا ویاند رحمت الله اندړ افغان رسنیو ته وویل چې د دوحې هوکړې یوازې له امریکایانو سره اوربند ممکن کړی دی او له دې پرته یې افغانانو ته هیڅ ګټه نه ده رسېدلې.

هغه زیاته کړې چې له افغانانو سره د طالبانو اړیکه اوس هم یوازې قتل او ترور دی، که د سولې هوکړې ته له افغاني لیدلوري وکتل شي نو د سولې په نامه وخت ضایع شوی، افغانانو ته درانه ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي او په ټوله کې افغانستان زیانمن شوی دی.

د افغانستان د مصالحې شورا وياند فريدون خوځون وايي: «د امريکا او طالبانو ترمنځ شوې هوکړه يوه کلنه شوه، د دې هوکړې پر بنسټ په دوحه کې بين‌الافغاني مذاکرات پيل شول، د افغانانو تمه دا وه چې په دوحه کې به د بين‌الافغاني مذاکراتو له پيلېدو سره تاوتريخوالی کم او سراسري اوربند اعلان شي، خو دا کار نه‌دی شوی او بل‌خوا طالبانو هم خپل تعهدات نه‌دي عملي کړي.»

بلخوا طالبانو بیا ویلي، چې دوی هوکړې ته ژمن دي او له امریکا یې هم ورته تمه ښودلې ده.

 

ټیګونه