Mar 01, 2021 11:52 Asia/Kabul
  • طالبانو په افغانستان کې د جنګ په دوام تمرکز کړی دی

رحماني وئيلي دي،د افغانستان حکومت د اوسني نظام او د تیرو شلو کلونو بریاؤ په ساتلوسره هر ډول خبرواترو ته تیار دی او په دغو ارزښتونو به هیڅکله هم معامله ونه کړي .

تسنیم خبری آژانس راپور ورکړی،د افغانستان د ولسی جرګې مشر میررحمان رحماني  نن په یولړ څرګندونو کې  وئيلي دي ،طالبان  له پوځي لارې قدرت ته درسیدو لپاره هڅه کوي او د جنګ پر دوام ئې تمرکز کړی دی .

 میررحمان رحماني طالبانو ډله په افغانستان کې د تاؤتریخوالو په زیاتولو تورنه کړې او وئيلي ئې دي،دغه ډله دسولې لپاره هیڅ ډول پلان او پروګرام نه لرياو په نتیجې کې په افغانستان کې  هره ورځ دتاؤتریخوالو او ترینګلتیاؤ سویه  لازیاتوي . 

 د افغانستان د ولسی جرګې مشر  په دې په ټينګار سره چې طالبان تر دې د مه  په دوحې کې دخبرواترو دوام ته حاضر نه دي،زیاته کړې ده،د هغو اطلاعاتو په اساس، چې لري ئې،دغه ډله د پسرلیزو عملیاتو لپاره ځان تیاروي  او د سولې دخبرواتروبهیرهم د افغانستان لپاره هیڅ خوشبینې نه ده رامینځةکړي.

  رحماني وئيلي دي،د افغانستان حکومت د اوسني نظام او د تیرو شلو کلونو بریاؤ په ساتلوسره هر ډول خبرواترو ته تیار دی او په دغوارزښتونو به هیڅکله هم معامله ونه کړي .د افغانستان دسولې خبرې اترې د تیر کال  له ستمبر میاشت راهسې په دوحې کې پیل شوي ،خو تر دې دمه ئې  دافغان ولس لپاره هیڅ مثبته نتیجه نه ده درلودلي  او په واشنګټن کې د نوي حکومت واک ته رسیدا هم ددغو خبرواترو لرلید دشکونو له شپول سره مخامخ کړی دی .

 

ټیګونه