Mar 02, 2021 07:22 Asia/Kabul
  • آرشیو
    آرشیو

د افغانستان په چارو کښې د امریکې ځانګړي استازي کابل ته په خپل سفر کښې د دغه هیواد له ولسمشر اشرف غني سره ملاقات او په افغانستان کښې د صلحې د بهیر په هکله یې صلاح مشورې وکړې.

د افغانستان په چارو کښې د امریکې ځانګړي استازي کابل ته په خپل سفر کښې د دغه هیواد له ولسمشر اشرف غني سره ملاقات او په افغانستان کښې د صلحې د بهیر په هکله یې صلاح مشورې وکړې.

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ (ارګ) په یوه خبرپاڼه کښې لیکلي دي: محمد اشرف غني پرون د افغانستان لپاره د امریکې له ځانګړي استازي ځلمي خلیلزاد سره د صلحې په بین الافغاني پروسه کښې د راتلونکو ګامونو په خبرې خبرې وکړې او د دغه بهیر په چټکتیا یې ټینګار وکړ.

خلیلزاد له دې مخکښې د افغانستان ملي مصالحې د عالي شورا له مشر عبد ا... عبد ا... سره هم ملاقات کړی او د صلحې د مذاکراتو او د امریکې د نوي حکومت له خوا د قطر به موافقې او د مذاکراتو په بهیر کښې د بیاکتنې په هکله یې خبرې اترې کړې وې.

ټاکل شوې چې خلیلزاد به په دې لړ کښې پاکستان، اماراتو او د سیمې ځینو نورو هیوادونو ته هم لاړ شي.

 

ټیګونه