د تهران او کابل د ورورولۍ هوکړه تازه او پراخه شوه
د تهران او کابل د ورورولۍ په نوي هوکړه لیک کښې په ښارونو کښې د روانو اوبو د راغونډولو، ټریفک، د ښار نوې کونې، تخصصي روزنو او د ټولنیزو او کلتوري شبکه جوړونو چارو ته پاملرنه شوې ده.
د تهران او کابل د ورورولۍ په نوي هوکړه لیک کښې په ښارونو کښې د روانو اوبو د راغونډولو، ټریفک، د ښار نوې کونې، تخصصي روزنو او د ټولنیزو او کلتوري شبکه جوړونو چارو ته پاملرنه شوې ده.
له کابله زمونږ خبریال خبر راکړی چې د ایران د ښارونو د پراختیا د مرکز عامل مدیر کابل ته په سفر کښې وویل: د ایران ښارونه د نړۍ له ۱۴۰ ښارونو سره ورورولي لري.
علیرضا رجايي له تهران سره د کابل د ورورولۍ د نوې هوکړې د برابرولو خبر ورکړ او زیاته یې کړه: د ایران او افغانستان د پلارمینو د ورور بلنې هوکړه اپ ډیټ شوې ده او له مخې یې د ښار دننه د روانو اوبو د راغونډولو، ټریفک، ښاري نوې کونې، د لنډمهاله، مینځ مهاله او اوږدمهاله تخصصي زده کړو او روزنو، او د ټولنیزو او کلتوري شبکه جوړونو په هکله کار شوی دی.
هغه وویل چې له دې کار څخه به د ټولنیزو او کلتوري اړیکو د پراختیا په لړ کښې ګټه پورته شي.
خبر زیاتوي چې د افغانستان د هرات د لرغوني ښار او د ایران د مشهد د سپيڅلي ښار ترمینځ د ورورولۍ سریزې هم پیل شوې دي.