Mar 04, 2021 07:35 Asia/Kabul
  • داعش په افغانستان کې د ټلویزون په کارکوونکو د برید مسئولیت په غاړه واخیست

داعش په جلال آباد ښار کې د انعکاس راډیو ټلوېزون پر ښځینه کارکوونکو د برید مسوولیت منلی دی.

که څه هم د ننګرهار د پولیسو قومندان جمعه ګل همت وایی چې افغان پولیسو د برید یو طراح چې قاري بصیر نومیږي نیولی دی او په وینا یې قاري بصیر د وسلوالو طالبانو پورې تړاو لري خو د داعش ترهګري ډلي په خپل وبسایټ کې د دې برید مسئولیت په غاړه اخیستی دی.

په همدې حال کې د افغانستان د کورنیو چار وزیر مسعود انداربي په کابل کې  خبریالانو ته ویلي چي د یاد برید د څېړلو لپاره یو پلای ننګرهار ته تللی دی.

تر دې مخکې هم د دغه ټلوېزیون بر ویاندې ملالې میوند باندې برید شوی و  چي داعش ترهګري ډلې یې مسئولیت په غاړه اخیستی و.

 

 

ټیګونه