Mar 04, 2021 13:07 Asia/Kabul
  • په ننګرهارکې اته هزاره کاریګر په بوږنونکي ډول وژل شوي

له دې مخکې په جلال آباد کې د یوه خصوصي ټيلییویژن درې ښځینه کارکونکي هم وژل شوي وې چې پړه ئې داعشی تکفیریانو په غاړه اخستې وه او نن سهار هم په جلال آباد کې یوه ډاکټره په بم چاودنې کې وژل شوې ده .

زمونږخبریال له ننګرهاره راپور راکړد افغانستان د ننګرهار ولایت  په سرۀرود ولسوالۍ په مرغونډئ سیمې کې د ښختو په بټۍکې چې ګچ او جونا هم تولیدوي،مخ پټو وسلوالو اته کارکونکي هزاره ګان په ډير بوږنونکي ډول وژلي دي .

 راپور ښئ  چې په پیل کې ددغو کاریګرانو لاسونه اوپښې تړل شوي او بیا په ډير بوږنونکي ډول  وژل شوي دي ، البته د خبر ترمخابیره کیدا  چا ددغه جنایت پړه په غاړه نه ده اخستې .

  په راپو رکې وئيل شوي ،دغه سیمه  د طالبانو په ولکه ده او حکومتي  ځواک پکې هیڅ واکوالي نه لري ،ددغو  هزارګانو مړي د جلال آباد مرکزي روغتون ته لیږدول شوي  او ټاکل شوې چې له دغه ځایه کابل ته ولیږدول شی او  مړي ئې خپلو کورنیو ته وسپارل شي. 

داپه د اسې حال کې دي چې  له دې  مخکې  په جلال آباد کې د یوه خصوصي ټيلییویژن درې ښځینه کارکونکي  هم  وژل شوي وې چې پړه ئې داعشی تکفیریانو په غاړه اخستې وه او نن سهار هم په جلال آباد کې یوه ډاکټره په بم چاودنې کې وژل شوې ده .

 

ټیګونه