Mar 04, 2021 16:28 Asia/Kabul
  • په کابل کې د لوئې جرګې په هال کې دعبدالعلی مزاري دشهادت کلیزه روانه ده

شهید عبدالعلي مزاري شپږویشت کاله مخکې د طالبانو په لاس شهید شوی او د افغانستان په کابل او ځینو نورو ښارونو کې د هغه د ستر شخصیّت دشهادت د کلیزې دستورې لمانځل کیږي .

زمونږخبریال راپور راکړ د افغانستان په کابل کې د لوئې جرګې په هال کې د افغانستان د حزب وحدت اسلامي  ګوند د وخت مشر او د تکړه  جهادي مشر عبدالعلی مزاري دشهادت شپږ ویشتمه کلیزه  په ډيرو امنیتی تابیاؤ  سره روانه ده .

 راپور ښئ د لوئې جرګې په لور تلونکي درستې لارې تړل شوي دي او ځاي په ځاي پوځیانو د پلټنې  پستې   جوړې کړي دي .

سږکال  په داسې حال کې دغه دستورې د لوئې جرګې په ستر هال کې ترسره شوي ، چې د کابل ښار په لویدیځ کې  د شهید عبدالعلی مزاري د شهادت  په  پرله پسې درو کلیزو باندې ځان مرګي  ، توغندوي  او مستقیم بریدونه  شوي  دي

 د افغانستان ولسمشر اشرف غني دمزاري  د شهادت دکلیزې دغو دستورو ته دیوه پیغام په لیږلو سره له طالبانو ډلې سره د سولې لپاره رامینځةشوی فرصت ، دافغانستان د خلکو دحق د احقاق فرصت بللی دی .

 شهید عبدالعلي مزاري شپږویشت کاله مخکې د طالبانو په لاس شهید شوی او د افغانستان  په کابل او ځینو نورو ښارونو کې د هغه د ستر شخصیّت  دشهادت د کلیزې   دستورې لمانځل کیږي .

 

Image Caption

 

ټیګونه