Mar 05, 2021 07:45 Asia/Kabul
  • اشرف غني د طالب زندانیانو په آزدولو کښې د امریکې په رول باندې داده شو

د افغانستان ولسمشر اعتراف وکړ چې تیر کال یې تقریباً د ۵ زرو طالب قیدیانو د آزادۍ حکم د امریکې تر دباؤ لاندې صادر کړی دی.

د افغانستان ولسمشر اعتراف وکړ چې تیر کال یې تقریباً د ۵ زرو طالب قیدیانو د آزادۍ حکم د امریکې تر دباؤ لاندې صادر کړی دی.

د تسنیم خبري آژانس سیمه ایز دفتر خبر ورکړی چې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني تیر کال د طالب ډلې د پنځو زرو بندیانو د خوشې کولو په هکله (نیویارکر) ته وویل: د هغوي د آزادۍ حکم مې صادر کړ، په دې وجه نه چې د دغې طرحې ملاتړی وم بلکې په دې وجه چې امریکې زه تر دباؤ لاندې راوستې وم.

د افغانستان د ولسمشر په شمول د دغه هیواد چارواکو په ځلونو د طالب زندانیانو د آزادۍ له طرحې د خواشینۍ په ښودلو سره، په تیر یو کال کښې په هیواد کښې د ناکراریو او تاوتریخوالو د زیاتیدو وجه د جنګ میدانونو ته د خوشې شویو طالبانو ستنیدل بللي دي.

 

ټیګونه