Mar 05, 2021 07:48 Asia/Kabul
  • افغانستان د سوداګري معاملاتو د برقرارۍ په خاطر د ایران قدرونه وکړه

د افغانستان ولسمشر د کرونا ناروغۍ د خپریدو له پیلیدو څخه د ایران د اقداماتو په قدرونې سره وویل: د کرونا وایرس له خپریدو وروسته ایران بې له ځنډه له افغانستان سره سوداګري معاملات دوباره پیل کړل او کابل ته یې طبي مرستې راولیږلې.

د افغانستان ولسمشر د کرونا ناروغۍ د خپریدو له پیلیدو څخه د ایران د اقداماتو په قدرونې سره وویل: د کرونا وایرس له خپریدو وروسته ایران بې له ځنډه له افغانستان سره سوداګري معاملات دوباره پیل کړل او کابل ته یې طبي مرستې راولیږلې.

ولسمشر اشرف غني د اقتصادي ملګرتیا د سازمان (اکو) په څوارلسمې سرمشریزې کښې چې په آنلاین توګه د لسو هیوادونو د مشرانو په شتون سره، (له کرونا په وروسته پړاؤ کښې د سیمې د اقتصادي ملګرتیا) په شعار سره، په پاکستان کښې پیل شوه، دغه سازمان د سیمې د هیوادونو په تعاملاتو کښې د مهم رول لوبونکې وباله او زیاته یې کړه: د ایران په شمول د اکو له ټولو غړو هیوادونو سره زمونږ اړیکې د کلتوري، اقتصادي، تاریخي، جغرافیايي او د اسلامي هویت په بنیاد ولاړې دي.

د افغانستان ولسمشر د ترکیې، ایران او افغانستان د ریل لارې په شان پروژو د اجرا لپاره د اکو سازمان د مشرانو په مننې سره وویل: افغانستان د شرق او غرب او مینځني آسیا ترمینځ د یو پل رول لوبولې شي.

اشرف غني د خپلې وینا په یوې بلې برخې کښې وویل: مونږ په افغانستان کښې د پایدارې صلحې لپاره د یوې موافقې او د یو خپلواکه، متحد او ډیموکراټک حکومت د جوړولو په لټه کښې یو.

هغه په خپل هیواد  کښې د صلحې او امنیت د ټینګښت په ضرورت باندې په تاکید سره څرګنده کړه: ۴۲ کاله وشول چې د افغانستان ولس د تاوتریخوالي د مخنیوي او د صلحې لپاره د یو بنیاد جوړولو په لټه کښې دی او یوازې په تیرو ۴۸ ساعتونو کښې په دې هیواد کښې تقریباً ۳ ښځینه خبریالانې او څو اسلامي محققان وژل شوي دي.

 

ټیګونه