Mar 05, 2021 12:48 Asia/Kabul
  • په افغانستان کښې د امريکې د جنايتونو غندنه

د افغانستان د اجتماعي کلتوري فعاليتونو مرکز تبيان مشر تاکيد وکړ دغه هېواد کښې د امريکې د ماتې خوړلي شتون دوام په افغانستان کښې جنايتونو ته لمن وهي.

د افغان آوا خبري آژانس د رپوټ له مخې سيد عيسی حسيني په ننګرهار ولايت کښې د اوو تنو مظلومو هزاراو کارګرانو د وژل کېدو په غندنې  وويل ، که په افغانستان کښې د نيواکګرو شتون دوام ومومي نو ناامني، بې ثباتي، جنګ او قتل عام به له مخکښې نه څو چنده زيات پراختيا ومومي.

د صدای افغان خبري آژانس مشر د اوو بې دفاع هزاروو کارګرانو قتل يو نه بخښونکے جنايت او نسل کشي وبلله او وې ويل داسې اقدامات له ترهه ګريز جنايتونو سره په مقابله کښې د حکومت د بې پروائۍ ښودونکي دي.

هغه خبردارے ورکړ که په افغانستان کښې دا ډول جنايتونه دوام ومومي  نو د طالب ډلې حامي اغيار به ډېر زر له طالبانو سره د مشارکتي حکومت و د اشرف غني حکومت د نسکورولو د منصوبې په اړه خپل سپېرۀ او پليد پلان کښې کامياب شي.

اوه شيعه کارګران په وروستيو کښې د ننګرهار ولايت په سرۀ رود ولسوالۍ کښې د ترهه ګرو په حمله کښې ووژل  شول.

 

ټیګونه