Mar 05, 2021 13:15 Asia/Kabul
  • په هرات کښې د افغان امنيتي ځواکونو او د حبيب الله غورياني د کسانو ترمېنځ نښته

د افغان امنيتي ځواکونواو د حبيب الله غورياني په مشرۍ د غېر ذمه وارو وسله والو کسانو ترمېنځ په نښتو کښې نهه دېرش تنه ژوبل شول.

د طلوع نيوز چېنل د رپوټ له مخې د هرات والي وويل، دغه نښته پرون هغه وخت شروع شوه چې د حبيبت الله غورياني پلويانو په جبرييل سيمه کښې د ښځو په شمول په فوځيانو حمله وکړه.

سيد وحيد قتالي زياته کړه په دغه نښته کښې افغان امنيتي ځواکونو شل تنه غېرذمه دار وسله وال کسان ونيول او د قوماندان د نيولو لپاره يې هلې ځلې روانې دي خو هغه له هرات په تېښته کښې کامياب شوے دے.

ويل کيږي چې په دغه نښته کښې د غورياني څلور پلويان وژل شوي دي. همدارنګ د هرات د روغتيائي دارې وياند محمد رفيق شينواري هم وويل په دغه نښته کښې پينځه فوځيان، دېرش سړي، درې ماشومان او يوه ښځه ژوبل شول.

حبيب الله غورياني په قتل، غلا، بدماشۍ او د غېرقانوني وسلو په ګرځولو تورن دے.

 

ټیګونه