Mar 05, 2021 16:04 Asia/Kabul
  • په جلال اباد کې پر يوې لېسې د ځان وژونکې  حملې مخه ونیول شوه

د ننګرهار ولایت د رسنیو له دفتره په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي چې نیول شوے کس اکبر نومېږي او د خيبر ايجنسۍ اوسېدونکی دے.

خبر پاڼه زیاتوي، اکبر له داعش ډلې سره تعلق لري او په جلال اباد ښار کې پر يوې لېسې د ځان وژونکې حملې  لپاره چمتو شوے و چې له واسکټ سره یوځای د ملي امنیت ځواکونو ونيوۀ.

سرچینه زیاتوي چې نیول شوي کس په خپل جرم اعتراف هم کړے.

داعش تکفيري ترهه ګرې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

 

ټیګونه