Mar 06, 2021 05:13 Asia/Kabul
  • طالبان دې دحکومت له استعفی وروسته له اوربند سره موافقه وکړي

د افغانستان د حزب اسلامی ددغې ډلې پلویانو په داسې حال کې په کابل کې د موقته حکومت د جوړیدا په حق کې مظاهره کړې ، چې په دوحې کې د کابل حکومت او طالبانو ډلې ترمینځّ پّ کیدونکو خبرواترو پر مهال امریکا د موقته حکومت پلان وړاندې کړی دی .

زمونږخبریال راپور راکړ د افغانستان  حزب اسلامی حکمتیار ډلې مشر ګلبدین حکمتیار  پرون  په کابل کې د دغه ګوند دپلویانو د  مظاهرې پر مهال  وئيلی دي ،نور د  کابل حکومت واکوالي پاي ته رسیدلې ده او باید  ګوښه شي  او د افغانستان ملت ته دې اجازت ورکړي څو په دغه هیواد کې یو  هراړخیز حکومت جوړ او ورپسې ئې  دانتخاباتو له لارې اصلي استازو ته وسپاري .

حکمتیار ویلي دي ، دقطر په  دوحه کې د سولې د  خبرو مدیریت یوې کوچنۍ ډلې په واک کې دی چې خپله بقا په جنګ کې ګوري.

د حزب اسلامی حکمتیار ډلې دغه مشر زیاته کړې ،  طالبان دې له مشروط اوربند سره توافق وکړي، دا هغه مهال چې  اوسنی حکومت استعفا وکړي او واک نوي حکومت ته ولېږدول شي چې د ټولو په خوښه ټاکلی حکومت وي، دوهم د دې پر ځای چې د ارګ له پلاوي سره اوږد مهالې او بې پایلې مذاکرې کېږي، باید له اغېزناکو لورو سره پریکنده خبرې وشي چې د ملت د غوره لورو استازیتوب وکړي، کوم پلاوی چې دوحه کې له ارګه استازیتوب کوي له یوه  منزوي او منفور اقلیت استازیتوب کوي.

 داپه داسې حال کې دي چې د افغانستان دو لسمشرۍ د ماڼۍ یوه ویندوي مینه پوال   په ډاګه کړې  چې  حکمتیار دې  له خپلو حدود بهر پښې نه ږدي  او په هیواد کې د جمهوریّت   له لارې  واک ته درسیدو هڅه وکړي او  نور دې پریږدي  ددغه هیواد ولس  پخپلو فیصلو سره د  هیواد چارې پر مخ بوځي .

 د افغانستان د حزب اسلامی ددغې ډلې پلویانو په داسې حال کې  په کابل کې  د موقته حکومت د جوړیدا په حق  کې مظاهره کړې ، چې  په  دوحې کې د کابل حکومت او طالبانو ډلې ترمینځّ  پّ کیدونکو خبرواترو پر مهال امریکا د موقته حکومت پلان وړاندې کړی دی .  

 

ټیګونه