Mar 06, 2021 11:47 Asia/Kabul
  • په جلال اباد کښې مائن چاودنې قومي مشر ووژۀ

افغان رسنيو په جلال آباد کښې د مائن په يوه چاودنه کښې د يو قومي مشر ملک محمد هاشم همدرد د وژل کېدو خبر ورکړ.

نن سحر د افغانستان د ننګرهار ولايت جلال اباد ښار اړوند د اوومې ناحیې په ځنګل باغ سیمه کښې د ملک محمد هاشم همدرد په نوم د یو قومي مشر او د جلال آباد د ولايتي شورا استازي په موټر مائن وچاودۀ.

د چاودنې نوعیت تر اوسه نه دے څرګند شوے.

افغان امنیي چارواکو د پېښې په اړه څه نه دي ويلي، خو د ننګرهار عامې روغتیا ریاست ویاند ګلزاده سنګر رسنيو ته وویل، په دې پېښه کښې ملک محمد هاشم همدرد وژل شوے دے.

د چاودنې ذمه واري تر اوسه چا په غاړه نه ده اخېستې.

دا په داسې حال کښې دي چې په هلمند ولايت کښې هم نن سحر په داسې يوه پېښه کښې د ملي امنيت يو څارنووال د بم اېښودل شوي موټر د چاودنط له امله ووژل شو.

څو ورځې مخکښې هم په جلال آباد ښار  کښې د انعکاس ټي وي چېنل درې مېرمنې کارکونکې د ناپېژندل شويو وسله والو کسانو په ډزو سره ووژل شوې ده وژله هم په جلال آباد کښې د يو ځاے ټي وي  چېنل د وياندې ملاله ميوند له وژل کېدو نه دوه مياشتې مخکښې رامنځته شوه.

 

 

ټیګونه