Mar 07, 2021 04:40 Asia/Kabul
  • د انعکاس ټیلیویژن لسو خبریالانو او کارکونکو استعفا ورکړه

په جلال اباد کې د انعکاس خصوصي ټیلیویژن لسو تنو خبریالانو او د خپرونو چلوونکوپه ډله ییزه توګه استعفا ورکړه.

له جلال آباده زمونږ خبریال بیګا رپورټ راکړی، وروسته له هغې چې تیره اونۍ په جلال اباد کې د انعکاس خصوصي تلویزیون  د دوبلې د برخې درې تنه ښځینه کارکوونکې د ناڅرګندو وسله والو له لورې ووژل شوې، د دغه تلویزیون لسو تنو خبریالانو، د خپرونو چلوونکواو د تخنیک او لوژستیک د برخې کارکوونکو په ګډه له خپلو دندو استعفا ورکړه.

دغو خبریالانو او د نورو برخو کارکوونکود خپلې ډله ایزې استعفا لامل دخبریالانو پر وړاندې لوړ امنیتی ګواښونه او دغه راز د خبریالانو نا څرګند برخلیک یاد کړی دی. دانعکاس تلویزیون د ورزشي خپرونو چمتو کوونکی ودان مینه وال وایي: وروسته له هغې چې درې تنه ښځینه همکارانې مو د ناڅرګندو وسله والو له لورې په ډزو ووژل شوې ، دکورنۍ د فشار او د خبریالانو پر وړاندې د سترو امنیتي ګواښونو په وجه له دندې استعفا کولو ته اړ شوم.

د انعکاس خصوصي تلویزیون چارواکو د خپلو کارکوونکو د ډله ایزې استعفا او دا چې د خپلو پاتې کارکوونکو امنیت به څه ډول خوندي کوي، څه نه دي ویلي.

په افغانستان کې د خبریالانود حقونو دملاتړ بېلابېلو ټولنو هم د انعکاس تلویزیون په یو وار د دومره شمیر کارکوونکو استعفا خواشینونکې او د افغانستان د خبریالانو د سترې کورنۍ لپاره یې ټکان ورکونکې بللې ده.که څه هم د انعکاس تلویزیون د درې تنو ښځینه کارکوونکو وژل کیدو په ختیځه حوزه کې پر ټولو میشتو خبریالانو ناوړه اغیز کړې خو د ننګرهار والي ضیا الحق امرخیل د انعکاس تلویزیون د درې تنو ښځینه کارکوونکو د فاتحې په مراسمو کې وویل: د راتلونکې یوې میاشتې په موده کې به د جلال اباد ښار د  امنیتي وضیعت د ښه والي لپاره د کشفي او استخباراتي ادارو د معلوماتو پر بنست مهم ګامونه پورته کړو او ګڼ شمیر قاتلین، ترهګر او ورانوونکي به ونیسو.

 

ټیګونه