Mar 07, 2021 05:24 Asia/Kabul
  • ایراني اور وژونکو د ابونصر فراهي د سرحدي ګمرک د اور په مخنیوي کښې مرسته وکړه

د افغانستان په هرات کښې د ایران د اسلامي جمهوریت سرکنسول وویل چې د ابونصر فراهي په سرحدي ګمرک کښې اورلګیدنه د ایراني اور وژونکو په مرستې سره کنټرول شوه.

د افغانستان په هرات کښې د ایران د اسلامي جمهوریت سرکنسول وویل چې د ابونصر فراهي په سرحدي ګمرک کښې اورلګیدنه د ایراني اور وژونکو په مرستې سره کنټرول شوه.

حسین نیک فر د ابونصر فراهي په نامه سرحدي ګمرک کښې د لګیدلي اور د مخنیوي خبر ورکړ او ویې ویل چې پرون د افغانستان په خاوره کښې لګیدلې اور د ایران د اور وژنې د برخې د کسانو په مرستې سره کنټرول او مړ کړې شو.

هغه زیاته کړه چې د اور لګیدنې په دغې پیښې کښې د سونګو د ساتلو درې زیرمې او دوه د سونګو رسولو ټانکرونه سوځیدلي دي.

د حسین نیک فر په وینا، د ایران له خراسانِ جنوبي او د ایران (ماهیرود ګمرک) ته له نزدې ښارونو څخه د اور وژنې ګڼ ټیمونه د اور وژنې په لړ کښې د مرستې لپاره د پيښې ځاې ته ورسیدل.

په هرات کښې د ایران د اسلامي جمهوریت سرکنسول هم داشان وویل: د افغانستان له حکومته تمه لرو چې د سرحدي ګمرکونو د بیخ بیناؤ او هم د اور وژنې په وسایلو باندې د دغو ګمرکونو د سنبالولو په لړ کښې جدي پاملرنه وکړي.

له بلې خوا د افغانستان د هرات او فراه والیانو او د فراه ولایت د سوداګري خونو مشر هم په موقع د اور وژونکو ټیمونو د ورلیږلو په وجه د ایران قدرونه وکړه.

 

ټیګونه