۷ تنه افغان امنیتي ځواکونه د طالبانو په برید کښې وژل شوي دي
Mar 07, 2021 07:34 Asia/Kabul
-
فایل فوټو
په بلخ ولایت باندې د طالب وسله والو په حمله کښې د افغانستان د پولیسو اووه ځواکونه مړه شوي دي.
په بلخ ولایت باندې د طالب وسله والو په حمله کښې د افغانستان د پولیسو اووه ځواکونه مړه شوي دي.
د شاهین ۲۰۹ قول اردو ویاند حنیف رضايي وویل چې په چهاربلوک ولسوالۍ کښې پر پوځي ځواکونو د طالبانو په حمله کښې ۷ پوځیان ووژل شول.
هغه زیاته کړه، په دغو نښتو کښې د چهاربلوک ولسوالۍ لپاره د طالبانو د خپلې خولې نومول شوی مرستیال ولسوال او د دغې ډلې څلور نور غړي ووژل شول