Mar 07, 2021 07:44 Asia/Kabul
  • لنډمهاله حکومت د افغانستان ستونزه نه هواروي

په قطر کښې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند د افغانستان د کړکیچ د هواري لپاره د لنډمهاله حکومت د جوړولو طرحه رد کړه

په قطر کښې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند د افغانستان د کړکیچ د هواري لپاره د لنډمهاله حکومت د جوړولو طرحه رد کړه

تسنیم خبري آژانس لیکلي چې محمد نعیم پرون وویل: د تیرو ترخو تجربو د تکرارولو پرځاې باید هڅه وشي چې د افغانستان د صلحې خبرې اترې ګړندۍ شي ځکه چې موقته حکومتونو په تیرو ۴۰ کلونو کښې د افغانانو ستونزې هوارې نه کړي بلکې لا یې زیاتې کړې.

هغه هم داشان په یو ټویټ کښې له ځلمي خلیلزاد او په افغانستان د کښې د ناټو او امریکايي ځواکونو له قومندان جنرال سکاټ میلر سره د طالبانو د مشر د سیاسي مرستیال ملا عبدالغني برادر او د دغې ډلې د مرکچي ټیم د مشر عبدالحکیم حقاني د ملاقات خبر ورکړ.

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند وویل چې په دغې غونډې کښې دواړو لورو د قطر په موافقې باندې خپله ژمنتیا څرګنده کړه او د هغې د بشپړې اجرا په هکله یې خبرې اترې وکړې.

د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې دواړو لورو هم داشان د افغانستان د اوسني حالت او د بین الافغاني مذاکراتو د روان بهیر د چټکتیا او اغیزناک والي په هکله د نظر تبادله وکړه.

دا په داسې حال کښې دي چې وال سټریټ جرنل خبر ورکړی چې ځلمي خلیلزاد له طالبانو سره په کتنه کښې د لنډمهاله حکومت په هکله د خبرواترو وړاندیز کړی او د افغانستان د صلحې لپاره د سپینې ماڼۍ نوې طرحې هم احتمالاً د ټرمپ د حکومت او طالبانو ترمینځ د صلحې موافقه پریښې او له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل ځنډوي.

 

ټیګونه